کابل باختر د ليندۍ شپږمه :
دسرپل ولايت پوليسو يوولس ميله ډول ډول وسلې دداياک پروګرام ته وسپارلې .
دسرپل ولايت دامنيې قوماندانۍ دامنيت آمر اوسرپرست سمونوال عنايت الله دباختراژانس خبريال ته وويل : په وسلو کې کمري وسلې او شپږ کلاشينکوفونه شامل دي.
له جنايي جرمونوسره دمبارزې له تروريزم سره دمبارزې او دپوليسو داستخباراتو دمديريتونو دکارکوونکو له خوا له جنايي اوسياسي مجرمينو څخه راټولې شوې وې نن دداياک پروګرام ته وسپارلې شوې .
په داسې حال کې چې پخوا هم دسرپل ولايت پوليسو اوولس ميله ډول ډول وسلې دداياک پروګرام ته سپارلې وې .
0 د یوې دقیقې څخه لږ