-کابل / دزمري ٨مه / باختر:
په هلمند کې د ملي اردو ځواکونو يوې پوستې ته د ننوتلوپه خاطر د يوتونل د کيندنو لپاره د وسله والو طالبانو هڅې ناکامې شوې .
طالبانو د سنګين ولسوالۍ له يوې کلي څخه د ملي اردو يوې پوستې ته نږدې تونل کيندلى و، خو مخکې له دې چې وکولاى شي پوستې ته ننوځي ، پوځيانودغه تونل کشف او له منځه يوړ.
د هېواد په جنوب کې د ميوند قول اردو يو مقام باختراژانس ته وويل چې وسله والو طالبانو د دغه تونل په کيندلو سره غوښتل د سنګين ولسوالۍ په شمال لويديځ کې د خنجر په پوځي اډه کې د ملي اردو ځواکونو ته ځان ورسوي .
هغه وويل چې پوځيانو دغه تونل کشف اوله منځه يوړ .
وسله والو طالبانو تراوسه پورې په دې باب څه نه دي ويلي .
ختم _ ج _اکرم
0 1 دقیقه لوستل