کابلباخترد ميزان اوله
دسنامجلس د منشي سيدفرخ شاه جناب په مشرۍ د مشرانو جرګي يوولس کسيز هيت دپاکستان د قانون جوړولو او شفافيت د پرمختيا دانستيتوت په بلنه د افغانستان _ پاکستان د پارلماني خبرو په نهمه غونډه کې دګډون لپاره نن له غرمي وروسته اسلام آباد ته روان شو .
دمشرانو جرګي مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبرورکړ :
ټا کل شوې ده دواړه لوري دتيرو خبرو په دوام دغه راز د دوه اړخيزو سودا ګريزو اړيکو دټينګښت او پياوړتيا ، ددواړو هيوادو نو ترمنځ د دوستا نه اړيکو په پراختيا کې دمدني ټولنې د رول دعلاقې وړ مسلو په باب ددواړو هيوادونو داړيکو دپراختيادلرليد اودامنيتي اطلاعاتو دشريکولو اومتقابلو همکاريو په باب بيا خبرې اترې وشي .
ديادوني وړ ده چې ددواړو هيتونو ترمنځ دپارلماني خبرو اتمه غونډه دوه اوونۍ مخکې په کابل کې جوړه شوي وه او ددواړو هيوادو نو پارلمانونه هلې ځلې کوي چې د افغانستان اوپاکستان دګاونډيو اومسلمانو خلکو په غوښتنه دسيمه ييزو مسلو په اړوند او د تاوتريخوالي د لرې کولو په خاطر د دواړو هيوادونو دريځونه نږدې کړي .
2 1 دقیقه لوستل