امنیت

په کوټ کې د امنيتي ځواکونو عملياتو د داعش دسر په زيات زيان سره دوام لري

کابل – باختر د چنګاښ دمياشتې ٩
په ننګرهار ولايت کې د داعش د ډلې پرخلاف د عملياتو په دوام ٣٧ تنه داعشيان په کوټ ولسوالۍ کې ووژل شول او د داعش د سر په دروند زيان سره دوام لري.
د ملي دفاع وزارت مطبوعاتو دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
د شاهين ١٨ په نامه محاربوي او چاڼيز عمليات د ملي اردو په مشرۍ او د نورو امنيتي مرکزونو په ګډون د وګړنيو پاڅونونو په ملاتړ او د داعش ډلې له شتون څخه د ننګرهار ولايت دکوټ ولسوالۍ دکليو دپاکولو په مقصد پيل شوي دي او د باندوک، زړه باندوک، بهاربابا او نورې سيمې پاکې شوې دي. په نويو پرمختياووکې ٣٧ تنه داعشيان ووژل شوي او ٤٤ تنه نوريې ټپيان شوي دي .
دغه راز ٣٠ ماينونه چې تروريستانو د دغې ولسوالۍ په تګلوري کې ښخ کړي و؛ کشف او شنډ کړى شوي دي .
په دغو عملياتوکې يو امنيتي منسوب ټپي شوى او ملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته