ټولنه

د هلمند د ښکلا په پار څلوېښت زره زینتي بوټي کرل کېږي

لښکر  ګاه  باختر د مرغومې ۱۰ مه
د هلمند د کرنې،اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وايي چې د دغه ولایت د ښکلا لپاره یې د څلوېښتو زرو زینتي بوټو په کرلو او روزلو پیل کړی دی.
دغه زینتي بوټي، چې د هلمند ښار د ښکلا او زرغونتیا په پار کرل کېږي په کې ګلاب، دربینه، مرسل، چمبیلی، ختمي ګلان ،هراتي بید، ګل بید، ناجو، یوکلپتس، سروه او مورفان شامل دي.
د هلمند د والي ویاند عمر ځواک د باختر اژانس سیمه یېز خبریال ته وویل چې، دغه  بوټي د هلمند ښار د ښکلا او زرغونتیا په پار روزل کېږي، چې ورسته به بیا د یوې ځانګړې کړن لارې له مخې پر دولتي ادارو، عام المنفعه او مقدسو ځایونو، بڼوالو او عامو خلکو ووېشل شي.
دیادونې وړ ده  چې د هلمند د کرنې ریاست له خوا کابو ۱۰۰ زره نیالګي وېشلو ته چمتو شوي دي، چې ۵۰ زره یې زینتي بوټي دي.پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته