امنیت

په بدخشان کې دانسان تښتونې په تور دڅلورو تنو نيول کيدل .

کابل باختر دوږي لومړي :
څلور تنه په بدخشان ولايت کې دانسان تښتونې په تور ونيول شول .
  پوليس وايي دغه کسان هغه وخت دامنيتي ځواکونو له خوا ونيول شول  چې غوښتل يې دبدخشان ولايت دکليو دبيا جوړولو او پراختيا درياست څلور تنه انجنيران وتښتوي .
په دغو  کسانو په بدخشان کې دڅو تنو نورو دتښتونې او دهغوى له کورنيو څخه دپيسو دترلاسه کولو تور لګول شوى دى .
دبدخشان ولايت يوه امنيتي مسوول دباختراژانس خبريال ته وويل چې دغه څلور تنه دکليو دبيا جوړولو او پراختيا رياست دڅلورو تنو انجنيرانو دتښتونې په وخت کې په فيض اباد ښار کې ونيول شول .
ده وويل چې انسان تښتوونکو دپيسو دترلاسه کولو په خاطر ددغو انجنيرانو دتښتونې نيت درلود .   

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته