امنیت

په لوګر کې اووه ديرش تنه بنديان ازاد شول .

کابل باختر دثورڅليرويشتمه :
په لوګر ولايت کې پرون  اووه ديرش تنه بنديان له بند څخه ازاد شول .
دلوګر ولايت داستيناف محکمې رييس عبدالقيوم نورزي  دباختراژانس خبريال ته وويل: اووه ديرش تنه  دجمهور رييس حامدکرزي دوروستي فرمان له مخې چې دثور داتمې نيټې په افغانستان کې داسلامي انقلاب دبرياليتوب دکاليزې  په مناسبت صادر شوى له بند څخه  ازاد او ددغه ولايت ديو شمير نورو بنديانو دبند په موده کې تخفيف رامنځته شوى دى .
اوس دلوګر ولايت په جيل کې درې سوه يو ويشت تنه بنديان شپې سبا کوي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته