امنیت

پوځيانو دهېواد په ختيځ کې يوولس طالبان ونيول

کابل باختر د وږي ٢٦مه :
١١ وسله وال طالبان دهېواد په ختيځ کې ونيول شول .
دغه ډار اچوونکي په ٢٤ ساعتو کې دلغمان ، کونړ ، او ننګرهار په ځينو برخوکې نيول شوي دي .
دهېواد په ختيځ کې دسېلاب قول اردو يو جګپوړي پوځي  قوماندان  باختراژانس ته وويل چې، نيول شويو کسانو په لومړيو څيړنوکې په لغمان ، کونړ او ننګرهار کې دلسګونو ډار اچوونکو بريدونو په ترسره کولو اعتراف کړى دى
  هغوى دغه راز ويلي دي چې دوى په پاکستان کې ګومارل شوي وو چې په افغانستان کې ډار اچوونکي بريدونه ترسره کړي .
  ختم_ شکريه _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته