امنیت

په ارزګان کې دماين دچاودنې له امله ددوو تنو ځوانو نجونو وژل کيدل

کابل باختر دمرغومى  پنځه ويشتمه :
په ارزګان ولايت کې دماين دچاودنې له امله دوه ځوانې  نجونې ووژلې شوې .
دغه چاودنه پرون ناوخته دارزګان ولايت دچارچينو ولسوالۍ په ساخر کلي کې  هغه وخت وشوه چې دغه نجونې له سيمې څخه تيريدې .
دارزګان ولايت يوه امنيتي مسوول دباخترآژانس خبريال ته وويل چې په دې چاودنه کې دوه  ځوانې نجونې وژلې شوي دي . 
خو دسيمې يومشر وايي چې په دې چاودنه کې درې ځوانې نجونې وژلې شوي  او يوه بله ټپۍ شوې ده .
ويل کيږي چې دغه پيښه  په واټ کې دښخ کړى شوي ماين دچاودنې زيږنده ده چې له لرې واټن  څخه اداره کيده .
  سيمه ييز مسوولين  وسله وال طالبان ددغې ماين ښخونې مسوول بولي او وايي چې ددغې مرګانۍ پيښې  دعاملينو دپيژندنې  او نيولو لپاره پلټنې پيل شوي دي.
وسله وال طالبان په افغانستان کې زياتره په ګڼ ميشتو لارو او سيمو کې دماينونو اوبمونو په ښخولو لاس پورې کوي هغه اقدام چې زياتره ملکي وګړي پکې قرباني کيږي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته