نړۍ

يوه امريکايي دوه نجونې د چړې په ګوزارونو سره ووژلې

 واشنګټن ايرنا باختر دغبرګولي دمياشتې  ٦ :
د سي ان ان ويب سايټ نن خبر ورکړ چې يوه اسلام دښمنه امريکايي په ارګون ولايت کې د اورګاډي په دوو تنو سپرليو بريد وکړ او هغوى يې د چړې په  ګوزارونو سره ووژلې.
دغه پيښه په سيمه ييز وخت د جمعې په ورځ په پورتلند ښارکې رامنحته شوه.
د پورتلند د پوليسو وياند وويل چې دغه سړي اسلام، ځمکې او آسمان ته بد رد ويل او معلومه نه ده چې مخاطبان څوک وو؟
خو شاهدان وايي چې ښايي هغو دوو تنو نجونو ته چې ښايي مسلمانې وې او يوه يې محجبه وه،  بد رد ويلي وي.
پوليسو تر اوسه پورې دغه دوه نجونې نه دي پيدا کړې چې د دغې ماجرا د سموالي  او کره والي په باب  له هغوى څخه پوښتنې وکړي.
د پوليسو د څرګندونو له مخې: د دغې ماجرا تورن نيول شوى او د ټپونو د درملنې لپاره په روغتون کې بستر دى .
د عيني شاهدانو د څرګندونوله مخې: د مرستندويانو له هڅو او هاند سره سره  يوه ټپي د پيښې په ځاى کې سا ورکړه ، بل ټپي هم په روغتون کې سا ورکړه.
د پوليسو دڅرګندونوله مخې دريم مسافر چې په دې پيښه کې يې  ګوتې وهلې وې، هم  ټپي شوى دى .
ځينو سيمه ييزو سرچينو خبر ورکړى دى چې يرغلګر د خپلو قربانيانو سرونه  د چړې په  ګوزارونو سره له  بدن څخه يې جلا کړي دي .
لا تراوسه پورې  د دغې پيښې په باب زيات  جزئيات نه دي خپاره شوي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته