سیاست

د اجرایيه رییس د خواخوږۍ پيغام

کابل_باختر_ د ثور د مياشتې ٢٨ مه:
د کابل د پرونۍ پېښې په اړه د اجرایيه رییس ډاکترعبدالله عبدالله د خواخوږۍ پيغام
له بده مرغه چې یوځل بیا د افغانستان دښمنانو په کابل ښارکې په یوه جنایت لاس پورې کړ.
پرون نهه بجې یوه ځانمرګي يرغلګر د کابل ښار د نهمې امنیتي حوزې اړوند د هوا پوهنې په سیمه کې ځان وچاوه.
د دې چاودنې له امله دوه مېرمنې شهیدانې او د دریو ماشومانو او د اتو مېرمنو په ګډون، اتلس تنه زموږ بې ګناه هېوادوال ټپيان شول.
د بې ګناه وګړو هدف ګرځول او په دې ډول بریدونو سره د وحشت رامنځته کول یو نه بښوونکی جنایت دی. هېڅکله به افغانان دغه ډول بېګناه او خونړیو بریدونوته سر ټيټ نه کړي. بلکې په دې ډاډه دي چې افغان ملت به د دښمن له دې وحشیانه بریدونو نه هم په لوړ سر را ووځي.
زه دا پېښه په کلکه غندم. شهیدانو ته د فردوس جنت او ټپيانو ته د بېړنۍ روغتیا هيله کوم.
همدارنګه هغوکسانو ته چې د بریدونو، چاودنو او وژنو له لارې غواړي خپلو کرغيړنو موخو ته ورسېږي؛ په ډاګه کوم چې هېڅکله به له دې لارې خپلو اهدافو ته ونه رسېږي، بلکې امنیتي ځواکونه چې د هرې ورځې په تېريدو سره غښتلي کېږي، له خپلوخلکو او هېواد نه به په مېړانې دفاع وکړي. #  

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته