امنیت

په ننګرهار کې د ګاز ډبی په چاودنه کې د یوې کورنۍ ۵ غړۍ ووژل شول

کابل / د مرغومي ۱۰ / باختر
د ننګرهار په غني خیلو ولسوالۍ کې تېرماښام د ګاز د ډبی په چاودنه کې د یوې کورنۍ ۵ غړي ووژل شول او ۳ نورټپیان شول.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي رسنیوته وویل چې دغه پېښه د دغه ولایت د غني خیلو ولسوالۍ په ۲۵ ویالې کلي کې رامنځته شوه چې په پایله کې یې د یوې کورنۍ ۵غړي ووژل شول او ۳ نورټپیان شول .
هر کال د ژمي په فصل کې د سوند توکي په تېره بیا له ګازو څخه په استفادې سره یو زیات شمېر د ګاز د نیولو په علت او یا د ګازو د ډبیوپه چاودنه کې وژل کېږي.
پای-ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته