شبرغان باختر دزمري دمياشتې ديرشمه :
له وسله والوطالبانو څخه د جوزجان ولايت په خم آب ولسوالۍ کې د ځينو له لاسه وتللو سيمو د بېرته نيولو لپاره د پوځيانو هلې ځلې پيل شوې دي .
په لسګونو تنو وسله وال طالبانو په ډله ييز بريدکې د دغې ولسوالۍ ځينې سيمې ونيولې او اوس هم د دغو سيمو کنترول د يرغلګرو په لاس کې دى.
د را رسيدلو خبرونوله مخې: د خم آب بازار ځينې سيمې اوس هم د پوځيانوپه لاس کې دي او د دغې ولسوالۍ په ځينو سيموکې د پوځيانو او يرغلګرو ترمنځ جګړې دوام لري.
د هېواد په شمال کې د شاهين قول اردو يو قوماندان د باختر آژانس خبريال ته وويل چې په سلګونو تنه هوسا پوځيان خم آب ولسوالۍ ته د تلو په حال کې دي ترڅو د يولړ پوځي ځانګړو عملياتو په ترسره کولو سره يرغلګر وځپي.
ده وويل : دغه پوځي عمليات ډير ژر پيليږي چې هدف يې د وسله والوطالبانو له شتون څخه د خم آب ولسوالۍ د ټولو سيمو پاکول دي، ترڅو د دغې ولسوالۍ اوسيدونکو ته ښه ژوند او آرامه فضا برابره شي .
پاى ذکرالله
0 1 دقیقه لوستل