سیاست

جمهور رييس د کابينې په غونډه کې: د هېواد امنيتي حالات ترکنترول لاندې دي

 کابل باختر د ثور دمياشتې ١٠ :
د کابينې غونډه نن د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهور رييس محمداشرف غني په مشرۍ د جمهوري رياست په ارګ کې جوړه شوه او د هېواد د امنيتي حالاتو په باب د خبرو ترڅنګ هند ته د جمهور رييس د سفر نتيجې هم وڅيړل شوې .
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په پيل کې د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهور رييس د هېواد د امنيتي حالت په اړوند دکابينې غړو ته هر اړخيز معلومات ورکړل او زياته يې کړه: دلومړي ځل لپاره د غزني ولايت په ناوې ولسوالۍ کې پوځي عمليات په برياليتوب سره ترسره شول. سربېره پر دې چې د ناوې ولسوالۍ د تروريستانو له لاسه آزاده شوه؛ د تروريستي تجهيزاتو د جوړولو ستر مرکز هم دړې وړې شو.
دغه راز  د کندز، بغلان او د بدخشان په ولايتونوکې د امنيتي ځواکونو تعرضي عمليات په شدت سره دوام  لري، همدا اوس د حالاتو کنترول د هېواد دامنيتي ځواکونو په لاس کې دى.
جمهور رييس  دغه راز هندوستان ته د خپل وروستي سفر د نتيجو په اړوند معلومات وړاندې کړل او ويې ويل: د هغه سفر په بهيرکې چې د هندوستان د صدراعظم په بلنه ترسره شو؛ د هندوستان له صدراعظم، جمهور رييس، د جمهور رييس له مرستيال،  د کانګرس له رييسې، د دغه هېواد د دفاع، بهرنيو چارو، سوداګرۍ او روغتيا له وزيرانو، سوداګرو او خصوصي متشبثينو، د سوداګرۍ د خونو له غړو، افغان محصلانو او په ډيلي کې د افغانستان د سفارت له کارکوونکو سره جلا جلا کتنې وشوې  .
دغه راز په ډيلي کې د افغانستان د اسلامي جمهوريت د سفارت ودانۍ چې نوې  جوړه شوې ده؛ هم پرانستل شوه.
محمد اشرف غني هندوستان  ته د وروستي سفر نتيجې په دې ډول بيان کړې:
_  په  ټولو تخنيکي برخوکې له افغانستان سره د هندوستان د همکارۍ ژمنه.
_ د پانګونې او په سيمه او په تېره بياپه منځنۍ آسيا کې د دواړو هېوادونو د تجارتي مالونو د تبادلې د زياتوالي او د مالونو د بازار موندلو په لاره کې  د هندوستان او افغانستان ترمنځ د سوداګرۍ د ګډو خونو جوړول.
_  په کال کې زرو بورسونو ته په راتلوونکو پنځو کلونوکې د هندوستان د تحصيلي بورسونو زياتوالى .
جمهور رييس د هندوستان له خصوصي پانګې اچوونکو سره په غونډه کې هغوى دې ته وهڅول چې  په بېلابېلو تجارتي او توليدي برخو په تېره بيا د لبنياتو د توليد په برخه کې په افغانستان کې پانګونه وکړي او د افغانستان دولت هغوى ته  لازمې اسانتياوې برابروي .
د افغانستان داسلامي جمهوريت کابينې د دواړوهېوادونوترمنځ داقتصادي او تجارتي اړيکو د ټينګښت په اړوند هندوستان ته د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهور رييس د سفر نتيجې مثبتې وبللې اوملاتړ يې وکړ.
له اجندا سره سم، د ماليې وزير د لندن د کنفرانس د ٢٦فقره يي لنډ مهال اصلاحي پلان د تحقق دڅرنګوالي په اړوند غونډې ته مفصل معلومات ورکړل او زياته يې کړه: دغه پلان دکابينې د روان کال د وري د مياشتې د ١٤مې نيټې په غونډه کې تصويب شوى دى. د همدې مودې په بهيرکې اتلسو وزارتونو اړوند پلانونه ليږلي دي چې له بياڅيړنې وروسته د اجراآتو په مقصد هغوى ته ليږل شوي دي.
په همدې ترتيب د ٢٦ مواردو ژمنو له جملې څخه د تدارکاتو او څيړنې دملي  کميټې د جوړولو او د څارنې د عالي ادارې او د لوى څارنوالۍ په ګډون له اداري فساد سره د مبارزې د بنسټونو د رول، مسووليت او د واکونو د حدودو په ګډون دوو مواردو يې تحقق موندلى دى، د څوارلسو ژمنو په باب يې  په عملي توګه  کار دوام لري او د پاتې ژمنو په باب له واکمنو مقاماتو سره له تفاهم وروسته تصميم نيول کيږي .
د ماليې وزير د اصلاحي پلان د لا زيات تحقق په مقصدغونډې ته وړانديز وکړ چې وزارتونه دې د استعجاليت له مخې اړونده موضوعګانې په خپل سل ورځني پلان کې شاملې کړي او خپل يو معين دې د ارتباطي مسوول او غړي په توګه دماليې وزارت ته معرفي کړي او وزارتونه دې چې تر اوسه پورې يې خپل پلان نه دى برابر کړى؛ اړونده پلانونه دې په راتلوونکې اوونۍ کې د ماليې وزارت ته وليږي چې د افغانستان د اسلامي جمهوريت د کابينې له خوا تائيد شو.
ورپسې د عدليې وزير د ملي راډيو ټلويزيون د لوى رييس د معاش نورم د دولتي مقاماتو د معاشونو د قانون د دويمې مادې د دويم جز له مخې غونډې ته طرحه کړ.
د افغانستان داسلامي جمهوريت کابينې د ملي راډيوټلويزيون د رييس دمعاش د نورم د تائيدولو په ترڅ کې د ماليې وزارت موظف کړ چې د دغه رياست د روان کال د بودجې په پام کې نيولو سره دې د ملي راډيو ټلويزيون د نورو رييسانو او کارکوونکو د معاشونو نورم وټاکي او حل کړي.
د غونډې په پاى کې درې مورده نړيوال تړونونه د واشنګتن پوهنتون د حقوقو د پوهنځي او د هرات پوهنتون د شرعياتو او د حقوقو او سياسي علومو د پوهنځيو ترمنځ د همکارۍ موافقه ليک او له افغانستان سره د چين د وړيا پوځي مرستو په باب د افغانستان د اسلامي جمهوريت د ملي دفاع وزارت او د چين د ولسي جمهوريت د ملي دفاع وزارت ترمنځ موفقه ليک او د افغانستان د اسلامي جمهوريت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت او د چين د ولسي جمهوريت د دولتي پست د ادارې ترمنځ د پست په برخه کې د همکارۍ د پراختيا تفاهم ليک غونډې ته وړاندې شول چې په اصولوکې د تائيد وړ وګرځيدل.
د افغانستان د اسلامي جمهوريت کابينې د بهرنيو چارو او د عدليې وزارتونه موظف کړل چې د دغو تړونونو پښتو او دري متنونه دې د غونډې له يادونې سره سم تصحيح او بشپړکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته