کابل باختر دثور ديرشمه :
په زابل ولايت کې په يوه خپل منځي بريد کې اته تنه پوليسان ووژل شول .
په دې پيښه کې يوه پوځي چې له طالبانو سره يې اړيکې لرلې تيره شپه په قلات ښار کې دظفر خيلو په نامه امنيتي پوسته کې په خپلو انډيوالانو ډزې کړې دي .
په هغو پوځيانوچې ددغې توطيي قرباني شوي دي دخوب په وخت کې ډزې شوې دي .
ويل کيږي چې ددغو پوځيانو له وژل کيدو وروسته ، وسله وال طالبان دخپل ارتباطي سړي همکارۍ ته وردانګلي دي او ددغې امنيتي پوستې جنګي وسايل يې له ځان سره وړي دي .
دزابل ولايت يوه امنيتي مسوول دباختراژانس له خبريال سره په اړيکه کې دغه خبر تاييد کړ او ويې ويل چې يرغلګر پوځي دزابل دپوليسو په ليکه کې دطالبانو نفوذي سړى و .
ده وويل چې دتښتيدلي يرغلګر دپيژندنې او نيولو لپاره پلټنې پيل شوې دي .
0 1 دقیقه لوستل