نورستان باختر دچنګاښ دمياشتې ١٩ :
د څلورو پاکستاني ډار اچوونکو په ګډون يوولس تنه وسله وال طالبان په نورستان ولايت کې د نويو نښتو له امله ووژل شول .
په دغو يرغلګرو نن سهار د ډيورنډکرښې ته څېرمه په کامديش ولسوالۍ کې بريد وشو .
د افغانستان په ختيځ کې د سرحدي پوليسو يوه جګپوړي قوماندان د باختر آژانس خبريال ته وويل چې په دې جګړه کې د څلورو پاکستاني جګړه مارانو په ګډون يوولس تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
ده وويل: طالبانو نوي له پاکستان څخه افغانستان ته ننوتي وو او غوښتل يې د سرحدي مامورينود سپرلۍ په کاروان بريد وکړي چې د پوځيانو په ډزوکې ووژل شول .
ويل کيږي چې په دې جګړه کې سرتيرو او د سيمې اوسيدونکو ته زيان نه دى اوښتى .
0 1 دقیقه لوستل