فرهنګ

دجمهوررييس د لارښوونې دتطبيق لپاره دهرات داطلاعاتو اوفرهنګ درياست هلې ځلې

کابل باخترد وږي دمياشتې  ١٠ :
دهېواد د جمهوررييس  له لارښوونې  اوداطلاعاتو اوفرهنګ وزارت داعلاميې له خپريدو  وروسته دهرات ولايت داطلاعاتو اوفرهنګ رياست  له ښارڅخه په بهرنيو واژوسره دلوحو دټولولو  لپاره هڅې پيل کړي دي.
جمهوررييس په دې وروستيو وختوکې داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت ته لارښوونه  وکړه چې دملي ژبو،لهجو اودملي اصطلاحاتو دپياوړتيا اودنامانوسو بهرنيو اصطلاحاتو دحذفولو په لاره کې  زياتې هلې ځلې وکړي.
دهرات ولايت  داطلاعاتو اوفرهنګ رياست يو مسوول باختراژانس ته وويل  چې دوى د جمهوررييس دلارښونې اوداطلاعاتو اوفرهنګ وزارت داعلاميې له مخې  ټولو  اصنافو  اوکورنيو اوبهرنيو مرکزونو ته  ويلي دي چې ديوې مياشتې په بهيرکې دې بهرني کلمې  اواصطلاحات له خپلو لوحو څخه لري کړي .
دى وايي  دغې موضوع ته دکورنيو اوبهرنيو مرکزونو اواصنافو دنه پاملرنې په صورت کې به  دوى به  دامنيتي ځواکونوپه همکارۍ ددغو لوحو په ټولولو اقدام وکړي .
داطلاعاتو اوفرهنګ وزيرډاکترسيدمخدوم رهين دجمهوررييس له فرمان څخه يوه ورځ وروسته باختراژانس ته ويلي و چې ده دافغانستان په کچه ددغه وزارت  ټولو رياستونو ته لارښوونه کړې ده  چې ديوې مياشتې په بهيرکې دى دلوحو په ټولولو  اويا له هغو څخه دبهرنيو واژو په حذفولو اقدام وکړي .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته