کابل باختر دثور اتمه :
دداعش دډلې اووه تنه غړي په ننګرهار ولايت کې دهوايي بريد په بهير کې ووژل شول .
په دې بريد کې چې تيره شپه په اچين ولسوالۍ کې دداعش په يو پټنځي دافغانستان دهوايي ځواکونو له خوا ترسره شو .
دافغانستان په ختيځ کې دپوليسو يو قوماندان دباختراژانس خبريال ته وويل: په دې هوايي بريد کې دداعش اووه تنه غړي ووژل شول .
ده وويل داعشيان په اچين ولسوالۍ کې په خپل پټنځي کې ديولړ تروريستي بريدونوپه سازمان ورکولو بوخت وو چې دافغانستان دهوايي ځواکونوله خوا پرې بريد وشو .
ويل کيږي په دې هوايي بريد کې ملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى .
0 د یوې دقیقې څخه لږ