اسعد اباد باختر د زمري ٣٠ مه
د کونړ چارواکي وايي چې د دانګام ولسوالۍ په شونټو ناو سيمه کې پنځه وسله وال طالبان وژل شوي او شپږ نور يې ټپيان شوي دي.
د کونړ د والي ویاند عبدالغني مصمیم د باختر آژانس سيمه ييز خبريال ته وويل، چې تېره شپه د ملي امنيت ځانګړو ځواکونو د دانګام ولسوالۍ پر شونټو سيمه د توپچي بريدونه کړي دي.
سرچينه زياتوي چې په بريدونو کې پنځه وسله وال طالبان وژل شوي او شپږ نور يې سخت ټپيان شوي دي.
پاى وصال
0 د یوې دقیقې څخه لږ