کابل، د غوایی ۱۹ مه، باختر
د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولینو له یاد ولایت څخه متحده عربي اماراتو ته د ۲ زره کیلوګرامه شاتو د صادرولو خبر ورکړی دی.
د کندهار د کرنې اوبولګولو او مالدارۍ ریاست ویاند ننګیالي سمون د باخترآژانس خبریال ته ویلي، چې د روان کال له پیل څخه تراوسه له یاد ولایت څخه ۲ زره کیلوګرامه شات متحده عربي اماراتو ته صادر شوي دي.
د هغه په وینا په تېر۱۴۰۲ کال کې ۵۰ زره کیلوګرامه شات راټول او د خرڅلاو لپاره بازارته وړاندې شوي و، چې ډېره برخه یې پاکستان او متحده عربي اماراتو ته صادرشوي وو.