سیاست

د عدلي او فضايي کميټې په غونډه کې دخبريالانو پرخلاف دتاوتريخوالي دقضيو دڅيړنې دکميټې تشکيل تصويب شو .

کابل باختر د کب اتمه :
دکابينې  دعدلي او قضايي کميټې غونډه نن  دجمهوري رياست ددويم مرستيال  او ددغې کميټې  درييس  قانونپوه سروردانش  په مشرۍ  جوړه شوه
  دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ .
له اجندا سره سم  دعدلي اوقضايي  کميټې  غونډې  دخبريالانو پرخلاف  دتاوتريخوالي موضوع وڅيړله او پريکړه وشوه چې دخبريالانوپرخلاف  دتاوتريخوالي  دقضيو  لپاره دې  يوه ځانګړې کميټه جوړه شي چې دخبريالانو پرخلاف دتاوتريخوالي دټولو قضيو په باب  يو بشپړ رپوټ  برابر کړي .
  دخبريالانو پرخلاف دتاوتريخوالي دقضيو  دڅيړنې  کميټه  موظفه شوه دا موضوع  مشخصه کړي  چې دخبريالانو پرخلاف  دتاوتريخوالي  هره يوه قضيه  دکشف تحقيق او يا ددرې ګونو محکمو له پړاونو څخه  په کوم پړاو کې  ده .
  دغه کميټه  پنځه غړي لري  او دلوى څارنوالۍ  په مشري  جوړيږي .
دکميټې  په غړو کې  له لوى څارنوالۍ  څخه يو غړى ، دملي امنيت  له لوى رياست څخه يو غړى ،  دکورنيو چارو  له وزارت څخه يو غړى ،  داطلاعاتو او فرهنګ له وزارت څخه يو غړى  او دخبريالانو له فدراسيون څخه به  يو غړى  شامل وي . 
دعدلي اوقضايي  کميټې دغونډې  رييس  قانونپوه سروردانش  هغه رپوټ ته په اشارې سره چې داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت  او دخبريالى دبنسټونو او ټولنو له خوا برابر شوې  و ، وويل چې له بده مرغه  دخبريالانو پرخلاف  دتاوتريخوالي  قضيې  تراوسه پورې  په لازم جديت سره  نه دى  تعقيب شوى . او په دې برخه کې زياتې ستونزې شته چې بايد په چټکتيا  او قاطعيت سره  هغه  وڅيړ ل شي .
  ددغه رپوټ له مخې ،  دتيرو کلونو په بهير کې  دخبريالانو پرخلاف  دتاوتريخوالي  ٦٢٠ موارد  رامنځته شوي دي  چې نهه پنځوس مورده  دوژنې سبب شوي دي . 
دغه راز  په تير يوکال کې  پنځه نوي مورده  تاوتريخوالي  رامنځته شوې دي چې څلور ويشت مورده يې  سازمان موندلي  دي .
  په غونډه کې دلوى څارنوالۍ درپوټ له مخې ،  دغې ادارې  په ټوليزه توګه  تراوسه پورې دخبريالانو پرخلاف دتاوتريخوالي  دولس مورده  قضيې  څيړلې دي . 
  دعدلي اوقضايي اصلاحاتو ملي پروګرام هم  يوه بله موضوع وه چې په دې غونډه کې  وڅيړل شوه  او په هراړخيزه توګه پرې خبرې وشوې .
  کميټې پريکړه وکړه چې  دعدلي اوقضايي اصلاحاتو دملي پروګرام  مسوده دې  يوځل بيا  په شکلي او محتوايي لحاظ وڅيړل شي  او غور پرې وشي . او دکابينې  دعدلي اوقضايي کميټې  په يوه راتلوونکې غونډه کې دې وړاندې شي .
په غونډه کې دغه راز  دهغو  نظامي محکمو دفعاليت دحالت  موضوع  چې دملي دفاع وزارت  اويا  دسترې محکمې  په چوکاټ کې  فعاليت کوي وڅيړل شوه  .  غونډې پريکړه وکړه  چې دسترې محکمې  دتشکيل اوصلاحيت دقانون  تر بشپړيدو پورې  دې ،  دغه محکمې په اوسني  بهير سره  خپل فعاليت ته دوام ورکړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته