خبرونهاقتصادټولنه

بلخ کې درې سړکونه جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

کابل، غوایي ۱۹مه، باختر 

د مزارشريف ښاروالۍ مسوولین وایي، چې د دغه ولایت مرکز اتمې، نهمې او لسمې ناحیې کې د درې سړکونو رغنیزې چارې بشپړې او ګټې اخيستنې ته سپارل شوي دي.

د مزار شریف ښاروال محمد کاظم طارق د باختر آژانس سیمه ییز خبریل ته وویل، چې د دغه ولایت په مرکز اتمې، نهمې او لسمې ناحیو کې د یونپس په مالي ملاتړ د ۶۷۰ مترو په اوږدوالي او ۷ مترو په سور سره  د درې سړکونو رغنیزې چارې بشپړې او ګټې اخيستنې ته وسپارل شول.

په ورته وخت کې د یونپس موسسې مسوول باز محمد يارمل، د مزارشريف ښاروال څخه د مننې ترڅنګ وویل، چې د یادې ښاروالۍ دوامداره همکارۍ د دې لامل شوې چې پروژې په ښه ډول سره تطبیق شي.

بل خوا  د سيمې اوسېدونکي بيا د دې سړکونو په رغولو د خوښۍ څرګندولو ترڅنګ په يادو سيمو کې دې ته د ورته پروژو د رغېدو غوښتنه کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته