کابل، د غوايي ۱۹مه، باختر
د افغاني سرې میاشتې ټولنې له لوري د ملي ټولنو نړیوال غورځنګ په مناسبت د (بشریت ژوندي ساتل) تر عنوان لاندې غونډه نن په پلازمېنه کابل کې د يو شمېر لوړپوړو حکومتي چارواکو په شتون کې ترسره شوه.
د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر ياده غونډه له دې امله مهمه وبلله، چې د افغانستان او فلسطین په ګډون په ګڼو اسلامي هېوادونو کې د سرې میاشتې او سره صلیب فعالیتونو ته په میلونونو خلک اړتیاوې لري او په وينا يې د دوی د فعالیتونو له امله د میلونونو خلکو ژوند ژغورل شوی او دا لړۍ لا روانه ده.
هغه زياته کړه، چې اسلامي امارت په افغانستان کې د سره صلیب او سرې میاشتې هڅو ته د قدر په سترګه ګوري او په افغانستان کې یې د رضاکارانو له فعالیتونو او خدمت څخه مننه کوي.
نوموړي همدارنګه وويل چې د اسلامي امارت په راتګ سره که څه هم د جګړې ټغر ټول شوی او سرتاسري امنیت تامین دی؛ خو لا هم په میلونونه افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري.
د رياست الوزراء سياسي مرستيال زياته کړه، چې په تېرو څه کم درېیو کالو کې د اقتصادي ثبات په موخه، د افغانستان په مختلفو برخو کې اساسي پروژې عملي شوي او یا د عملي کېدو په حال کې دي.
هغه همدا راز وویل:اسلامي امارت په سیمه کې د اقتصادي فرصتونو څخه د استفادې سیاست غوره کړی دی او دا مهال د سیمې له هېوادونو سره په بېلابېلو برخو کې همکاري لري.
هغه ټينګار وکړ، چې د افغانستان پر بانکي سیستم د محدودیتونو وضع کېدل، د بهرنیو مرستو کمښت او اقتصادي ننګونې وضعیت پیچلی کوي او د اسلامي امارت فعالیتونه محدودوي او اړتیا ده، چې پر بانکي سیستم محدودیت پای ته ورسېږي.
نوموړي، په لرو پرتو سیمو کې د مرستو رسولو او نورو خیریه او بنسټیزو چارو ترسره کول مهم وبلل او هیله یې وښوده، چې نړیوالې ادارې په دې برخه کې کار وکړي.
24 1 دقیقه لوستل