خبرونهاقتصادټولنه

لغمان کې د نږدې ۲۸۰ میلیونه افغانیو په لګښت ۲۴۳ بېلابېلې پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

کابل، د غوایي ۱۹مه، باختر
د لغمان په علیشنګ او بادپښ ولسوالیو کې د یونپس په مالي ملاتړ د ۲۷۸ میلیونه ۳۱۸ زره ۲۷۰ افغانیو په لګښت ۲۴۳ بېلابېلې لویې او وړې پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د لغمان مرستیال والي مولوي اخترمحمد مزمل چې د یادو پروژو د ګټې اخیستنې په مراسمو کې یې برخه درلوده وویل، چۍ د افغانستان د ټولنیز ملاتړ او معیشیت پروګرام له لارې د یونپس په مالي ملاتړ او د کلیو بیا رغونې او پراختیا ریاست سره په همغږۍ علیشنګ او بادپښ ولسوالیو کې د شاوخوا ۲۸۰ میلیونه افغانیو په لګښت یادې پروژې پلې شوي، چې ۱۹ زره ۲۱۱ تنو ته په کې د کار زمینه برابره شوې وه.
ورته مهال د دغه ولایت کلیو، بیا رغونې او پراختیا رئیس مولوي محمد ظاهر زرکمر بیا وویل چې یادې پروژې د علیشنګ په ۱۶۰ او د بادپښ ولسوالۍ په ۳۰ شوراګانو کې پلې شوي، په کې د نويو سړکونو جوړول او ترمیم، د پلچکونو، واشونو، پلو لارو، کوڅو، استنادي دېوالونو، کانالونو او د اوبو زېرمو رغونه، ترمیم او پاک کارۍ چارې شاملې دي، چې د ۱۴ میاشتو په موده کې یې چارې بشپړې شوې دي.
بل لور ته د سیمې خلکو دا د علیشنګ او بادپښ ولسوالیو اوسېدونکو ته ستره لاسته راوړنه وبلله او ویې ویل ګڼ شمېر ستونزې یې د یادو پرژو په پلې کیدو سره حل شوې دي.
هغوی همداراز یې د عمومي سړکونو د جوړولو، څاه ګانو او نورو برخو کې خپلې یو شمېر نورې ستونزې او غوښتنې هم شریکې کړې.
د علیشنګ ولسوال قاري عبدالقاهر متوکل له خلکو وغوښتل چې د پروژو په ساتنه او نظارت کې بشپړه همکاري وکړي ترڅو ډېرو خلکو ته یې ګټه ورسیږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته