کابل، د غوايي ۱۹مه، باختر
د کونړ د کلیو، بیارغونې او پراختیا ریاست مسوولینو د دغه ولایت په شيګل ولسوالۍ کې د څښاک اوبو د ۳ شبکو جوړېدو خبر ورکړی دی.
آی.اېم.سي موسسې مسوول انجنیر عبدالقادر روښان وويل، چې یادې شبکې د دغه موسسې په مالي ملاتړ د ۱۶۸ زره امريکايي ډالرو په لګښت د شيګل ولسوالۍ په څاګي توحید اباد، شنګرشاه او موڼي کليو کې جوړې شوي، چې په کې د ۳ ژورو څاه ګانو کیندل، د ۳ زېرمو جوړول، ۱۰۰ نل لیکو نښلول او ۱۱ کيلو مترو په اوږدوالي د پایپ غځول شامل دي، چې پرمټ يې ۹۵۰ کورنيو ته د څښاک اوبه برابرې شوې دي.
ورته مهال د دغه ولایت د کلیو، بیارغونې او پراختیا رييس شمس الرحمن سېلاب د تمویلوونکو او همکارو موسسو څخه د مننې ترڅنګ د ورته نورو پروژو د پلې کولو هيله وکړه او له خلکو څخه یې د یادې پروژې د کلکې ساتنې غوښتنه وکړه.