خبرونهاقتصاد

په بلخ ولایت کې یو چکډېم ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

کابل، د غوايي ۱۹مه، باختر

د کلیو، بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري د بلخ ولایت د چمتال ولسوالۍ په پشمه قلعه کلي کې د څه باندې ۳ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه چکډېم د جوړولو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

دغه وزارت ویلي چې یاد چکډېم ۱۷متره اوږدوالی، ۴ متره لوړوالی لري، چې د څه باندې ۲۵۰۰ متر مکعب اوبو د زېرمه کولو وړتیا لري.

د یاد وزارت د معلوماتو له مخې؛ د دغه چکډېم د جوړولو په جریان کې لسګونه کسانو ته د کار زمینه هم برابره شوې وه.

د دغه چکډېم په بشپړېدو سره د باران اوبه مهار او د ځمکې لاندې اوبو سطحه به برقراره وساتل شي.

هېره دې نه وي، چې په هېواد کې د سېلابونو د مخنیوي او ځمکې لاندې اوبو د پیاوړتیا په موخه د اسلامي امارت له لوري د هېواد په هره ولسوالۍ کې یو – یو چکډېم جوړېږي چې تر دې مهال یې د لسګونو چکډېمونو چارې بشپړې شوي او دا لړم لا هم روانه ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته