امنیت

درې تنه وسله وال طالبان ووژل شول

کابل – باختر د ليندۍ دمياشتې ٢١
د ملي پوليسو ځواکونو پرون د امنيتي فعاليتونو په بهيرکې درې تنه وسله وال طالبان ووژل .
د کورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
ملي پوليسو دغه فعاليتونه د فارياب، سمنګانو، کاپيسا، غزني، پکتيکا او د هلمند د ولايتونو په مربوطاتوکې ترسره کړل چې له امله يې درې تنه وسله وال طالبان ووژل شول ، دوه تنه ټپيان او پنځلس تنه نوريې د ملي پوليسو له خوا ونيول شول.
د دغو فعاليتونو په بهيرکې يوه اندازه جنګي وسايل هم ترلاسه شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته