امنیت

په لوګر کې د ملي اردو دوه تنه سرتيري شهيدان شول

-پل علم باخترد زمري د میاشتې ۱۵ مه
د لوګر ولايت په محمد آغې ولسوالۍ کې د ملي اردو دوه تنه سرتيري د وسله والو مخالفینو له خوا په شهادت ورسېدل.
د لوګر د امنيې قوماندانۍ وياند شاپور احمد زي باختر اژانس ته وویل چې دغه دوه تنه سرتيري رخصتۍ لپاره کور ته راغلي وو او غوښتل يې چې بېرته دندې ته لاړ شي چې د محمد اغې ولسوالۍ په دهنو سيمه کې وسله والو مخالفينو له  موټر څخه ښکته کړل او په بې رحمانه ډول سره یې په شهادت رسولي دي.
احمد زی زياتوي چې د سيمې د خلکو په همکارۍ يې د دواړو سرتېرو مړي د محمد اغې ولسوالۍ له سرخاب سیمې څخه راوړي دي او امنيتي ځواکونو ته سپارل شوي دي.
د سيمې اوسيدونکي وايي چې دغه دواړه سرتيري د وسله والو طالبانو له خوا په ډېر بې رحمانه ډول سره شهيدان کړى شوي دي.پای/رووفي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته