امنیت

دپوځي عملياتوپه بهير کې دملکي وګړو دسراو مال په ساتنې دميدان وردګو دوالي ټينګار .

-کابل باختر د زمري يو ويشتمه :
دميدان وردګو والي دپوځي عملياتوپه بهير کې دملګي وګړو دسر او  مال په ساتنې ټينګار وکړ .
زندي ګل زماني دميدان وردګو ولايت دسيد اباد ولسوالۍ له مشرانو سره په کتنه کې وويل چې پوځيان دخلکو دامنيت دساتنې لپاره هلې ځلې کوي له دې امله بايد دپوځي عملياتوپه بهير کې دهغوى دسراو مال ساتنې ته زياته پاملرنه وشي .
داپه داسې حال کې ده چې په سيد اباد ولسوالۍ کې دسيمې اوسيدونکي  له طالبانو سره دپوځيانو دجګړې په بهير کې ددوو تنو ماشومانو دوژل کيدو پرخلاف اعتراض کوي .
  په همدې حال کې دميدان وردګو پوليس وايي چې دغه ماشومان  د طالبانو دډزو له امله شهيدان شوي دي .    

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته