امنیت

په ننګرهار کې دتروريزم ضد دپراخو پوځي عملياتو پيل.

کابل – باختر د وري دمياشتې ١٦
د شاهين -٣ په نامه دتروريزم ضد پراخ پوځي عمليات نن دننګرهار ولايت په مربوطاتو کې پيل شول .
په دغو عملياتو کې د اردو ، پوليسو او دملي امنيت په سلګونو تنه پوځيان په داسې حال کې چې دهوايي پوځ ملاتړ هم ورسره دى ، ګډون لري.
ددغو عملياتو موخه دوسله والو مخالفينو له شتون څخه دخوږياڼيو او د کوټ ولسواليو دځينو ساحو پاکول بلل شوي دي .
دننګرهار دوالي وياند عطاالله خوږياڼۍ دباختر آژانس خبريال ته وويل په دغو عملياتو کې هلې ځلې کيږي چې دتروريستي ډلې له شتون څخه دکوټ او خوږياڼيو دولسواليو په پاکولو سره دسيمې اوسيدونکو ته د ژوندانه مناسبه فضا برابره شي.
خوږياڼۍ وايي چې په دغو پوځي عملياتو کې دملي اردو پوليسو او دملي امنيت په سلګونو تنه پوځيان په داسې حال کې چې دهوايي پوځ ملاتړ هم ورسره دى ، ګډون لري.
ده وويل دغه عمليات به په بشپړه توګه دوسله والو مخالفينو له شتون څخه د خوږياڼيو او کوټ ولسواليو تر پاکولو پورې دوام ومومي.
دغه عمليات په داسې حال کې ترسره کيږي چې دخوږياڼيو او کوټ ولسوالۍ په دې وروستيو ورځو کې دتروريستي ډلو دشتون او فعاليت ډګر دى .
په همدې حال کې دافغانستان په ختيځ کې پوځي مقامات وايي چې دشاهين -٣ عمليات به دننګرهار ولايت نورو سيمو ته وغځوي چې خلکو ته دخوندي ژوندانه زمينه برابره شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته