روغتیا

په يوه ورځ کې د دوه سوه تنو فارغانو درملنه کيږي

کابل – باختر د تلې دمياشتې ٢٦
دتخار ولايت  درستاق په ولسوالۍ کې يو پنځوس بستريز روغتون د آلمان د دولت له خوا جوړ او ګټې اخستنې وسپارل شو.
ددغه روغتون د جوړولو کار دڅه دپاسه شپږومليونو ډالرو په لګښت دوه مياشتې مخکې پيل شوى و او پرون پرانستل شو .
دتخار ولايت دعامې روغتيا رييس ډاکتر حفيظ الله دباختر آژانس خبريال ته وويل : دغه روغتون په مدرنو طبي وسايلو سمبال دى او په يوه ورځ کې نږدې دوه سوه تنه ناروغان پکې تداوي کيږي.
دتخار ولايت سرپرست عبدالطيف ابراهيمي چې ددغه روغتون دپرانستلو په مراسمو کې خبرې کولې ددغه روغتون په جوړولو کې د آلمان شپږو مليونو ډالرو دمرستې له امله مننه وکړه او آلمان يې دپرمختيايي بنسټيزو پروژو دجوړولو په لاره کې دافغانستان د دولت يو ښه همکار وباله.
د آلمان دولت په تيرو وختونو کې هم په تخار ولايت کې دبنسټيزو پروژو په تيره بيا دپوهنې او روغتيا په برخه کې مالي مرستې کړي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته