خبرونهاقتصاد

د پکتیکا په شخیل اباد ولسوالۍ کې د ۱۲ میلیونه افغانیو په لګښت د یو چکډیم د جوړولو چارې پیل شوې

کابل، د غبرګولي ۵مه، باختر
د ګومل پکتیکا فرعي سیندیزې حوزې ریاست له لوري د دغه ولایت په شخیل اباد ولسوالۍ کې د ځايي مسوولینو په شتون کې د ۱۲ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه چکډیم د جوړولو چارې پیل شوې دي.
د یاد ولایت والي مولوي عبدالخالق عابد په جوړې شوې غونډه کې وویل، چې د شخیل اباد ولسوالۍ اړوند بنوڅۍ سیمې په شیرګل کلي کې د ۱۲ میلیونه افغانیو په لګښت د ۱۲۰ متره په اوږدوالي، ۵۶ متره سور او د لس متره په لوړوالي سره د یو چکډېم د جوړولو چارې پیل شوې دي.
نوموړي زیاته کړه، چې یاد چکډېم به د ۱۰۰زره متره مکعب اوبو د ذېرمه کولو وړتیا ولري چې ورسره به په سیمه کې د وچکالۍ په راکمولو کې مرسته وکړي.
ورته مهال د پکتیکا مرستیال والي مولوي مخدوم عبدالسلام سعادت وویل، چې د اوبو او انرژۍ وزارت له لوري یاد ولایت ته ۲۴ چکډېمونه منظور شوي چې د ځینو چارې راونې دي او د ځینو نورو به ډېر ژر پیل شي.
په همدې حال کې د سیمې خلکو د اوبو د مدیریت په برخه کې د اسلامي امارت هڅې بېسارې وبللې او غوښتنه یې کړې، چې په راتلونکي کې د روغتیا، پوهنې او سړکونو د جوړولو برخه کې هم پاملرنه وشي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته