خبرونهټولنهروغتیا

لوګر کې څه باندې ۹ ټنه تاریخ تېر توکي وسوځول شول

کابل، د غبرګولي ۲مه، باختر 

د لوګر د صنعت او سوداګرۍ ریاست د ټاکل شوې کمېټې له لوري ۹ ټنه تاریخ تېر توکي راټول او نن د یادې کمېټې د غړو او له مستهلکینو څخه د ملاتړ کمېسیون د استازو په شتون کې وسوځول شول.

د لوګر د صنعت او سوداګرۍ ریيس مولوي شبیراحمد صدیقي باختر اطلاعاتي اژانس ته وویل چې یاده اندازه خوراکي او غیر خوراکي توکي، چې د مصرف نېټه يې پایته رسېدلې وه او بې کیفیته ثابت شوي وو د تېرو دوو میاشتو په موده کې د یاد ولایت له مرکز پل علم ښار څخه راټول شوي وو.

صدیقي له ټولو سوداګرو او صنعت کارانو څخه غوښتنه وکړه، چې د بې کیفیته او تاریخ تېرو درملو له پلور څخه مخنیوی وکړي. 

د یادونې وړ ده، چې څه موده وړاندې د خوړو او درملو آمریت له لوري هم د خروار ولسوالۍ له بازارونو څخه ۵ ټنه تاریخ تېر توکي راټول او له منځه وړل شوي وو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته