خبرونهټولنه

کاپیسا کې د دوو کورنيو ترمنځ له ۲۲ کلنې دښمنۍ وروسته جوړه وشوه

 کابل، د غوايي ۱۷مه، باختر

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت په کاپیسا ولايت کې د دوو کورنيو ترمنځ د ۲۲ کلنې دښمنۍ د ختمولو خبر ورکړی دی.

له ياد وزارت څخه باختر اطلاعاتي آژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې یاده دښمني د کاپیسا ولایت د تګاب ولسوالۍ د صوفیان او میاخیل کلیو د دوو کورنیو ترمنځ ۲۲ کاله وړاندې د جوزو(چهارمغزو) پر سر رامنځته شوې، چې له یوه لوري په کې یو کس هم وژل شوی وو.

په خبرپاڼه کې زیاته شوې، چې یاده دښمني د کاپیسا د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست د شخړو د حل کمېسیون او قومي مخورو په منځکړیتوب ختمه او دواړو لورو ترمنځ جوړه وشوه.

د یادونې وړ ده، چې څه موده وړاندې د پنجشېر ولایت د پریان ولسوالۍ او پروان ولایت د بګرام ولسوالۍ د دوو کورنیو ترمنځ هم د ځايي چارواکو او قومي مخورو په هڅو تر ۱۵ کاله دښمنۍ وروسته جوړه شوې وه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته