خبرونهروغتیا

روزګان کې ۳ روغتیایي مرکزونو ته طبي وسایل ووېشل شول

کابل، د غوایي ۲مه، باختر 

د روزګان د عامي روغتیا ریاست سیمه ییزو مسوولینو په دغه ولایت کې ۳ روغتیايي مرکزونو ته د طبي وسایلو د وېش خبر ورکړی دی.

د روزګان مرستیال والي ملا باري ګل اخوند د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته ویلي چې په دغه ولایت کې د یونیسف په مالي ملاتړ د ۵۰۰ زره امریکايي ډالرو په لګښت د چنارتو، خاص روزګان او ګیزاب ولسوالیو له روغتیايي مرکزونو سره د طبي وسایلو مرسته کړې ده.

د یادونې وړ ده، چې تېره ورځ هم د یونیسف په مالي ملاتړ د څښاک اوبو یو ذخیره جوړه  او ګټي اخیستني ته سپارل شوې وه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته