خبرونهښوونه او روزنه

پکتیکا کې یوه مدرسه جوړه شوه

کابل، د غبرګولي ۵مه، باختر
د پکتیکا د پوهنې ریاست مسوولینو د دغه ولایت په شخیل آباد ولسوالۍ کې د ۳.۵ میلیونه افغانیو په لګښت د یوې دیني مدرسې د جوړېدو خبر ورکړی دی.
د یاد ولایت والي مولوي عبدالخالق عابد د یادې مدرسي په پرانیست غونډه کې وویل، چې په شخیل اباد ولسوالۍ کې د سیمې خلکو په مالي ملاتړ د ۳.۵ میلیونه افغانیو په لګښت پر ۲.۵ جریبه ځمکه د منبع العلوم په نامه یوه مدرسه جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د منبع العلوم مدرسې معتمم مولوي طارق وویل، چې په یاده دیني مدرسه کې په عصري او ضروري وسایلو سمبال ۸ درسي خونې، یوه اداري خونه، پراخ انګړ، زده کوونکو ته د مطالعې په پار ځانګړې ځایونه او ورته نورې اسانتیاوې شاملې دي.
باید وویل شي چې یاده مدرسه په یو وخت کې د ۲۵۰ زده کوونکو د روزلو وړتیا لري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته