کابل، د غبرګولي ۳ مه، باختر
د هلمند او کندز د امنیې قومندانیو مسوولینو په دغه ولایتونو کې د ۱۰۰ روږدو کسانو د درملنې خبر ورکړی دی.
د هلمند د امنیې قومندانۍ ویاند ملاعزت الله حقاني باختر آژانس ته ویلي چې په دغه ولایت کې په نشه يي توکو ۵۰ روږدي کسان د یاد ولایت د معتادینو ۱۰۰ بستریز روغتون کې له ۴ میاشتې درملنې وروسته خپلو کورنیو ته وسپارل شول.
ورته مهال د کندز د امنیې قومندانۍ د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیر عبدالعزیز خیبر د باختر آژانس خبریال ته ویلي چې د دغه ولایت په صحي کمپ کې ۵۰ روږدي کسان له درې میاشتې درملنې وروسته خپلو کورنیو ته سپارل شوي دي.
خیبر زیاته کړې، چې اوسمهال هم په یاد کمپ کې د ۵۰۰ روږدو کسانو درملنه روانه ده.