خبرونهاقتصاد

فراه کې د ۳ سړکونو د بیا رغونې چارې پیل شوې

کابل، د غبرګولي ۵ مه، باختر
د فراه ښاروالۍ مسوولینو د دغه ولایت په مرکز کې د ۳ سړکونو د بیارغولو چارې د پيل کېدو خبر ورکړی دی.
د فراه ښاروال مولوي محمد ولي ادریس د باختر آژانس خبریال ته ویلي چې د یاد ولایت په لومړۍ، درېیم او څلورم ناحیو کې یې د ۲۸.۵ میلیونه افغانیو په لګښت د ۱۰۵۰ مترو په اوږدوالي د ۳ سړکونو د بیا رغولو چارې پیل شوې دي.
نوموړي زياته کړه، چې د دغو سړکونو په جوړولو سره نه يوازې د مرکز د اوسېدونکو ستونزې، بلکې د څو ولسواليو د زياتو وګړو ستونزې به هم ورسره حل شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته