امنیت

په کندزکې د طالبانو يو قوماندان ووژل شو

کابل – باختر د چنګاښ دمياشتې ٢٩
د طالبانو يو مشهور قوماندان له اتو تنو همکارانو سره يې د کندز ولايت په مربوطاتوکې له امنيتي ځواکونو سره په جګړه کې ووژل شو .
دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر د باختر آژانس خبريال ته وويل :
په دې جګړه کې چې پرون مازيګر د کندز ولايت د قلعه ذال ولسوالۍ په آق تيپې سيمه کې ونښته؛ د وسله والو طالبانو د ډلې يو قوماندان مولوي منصور چې د کندز ولايت په مربوطاتوکې يې په زياترو تروريستي فعاليتونوکې فعال رول درلود؛ له اتو تنو همکارانو سره يې ووژل شو.
دغه راز په دې نښته کې د دغې ډلې ١٢ تنه غړي ټپيان شوي دي او يوه اندازه وسلې او د وسلو مهمات ورڅخه پاتې دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته