کابل، د کب ۱۵مه، باختر
په خوست کې د څه د پاسه نهه میلیونه افغانیو په ارزښت، د لیژې کلي ذخیروي بند د رغولو چارې پیل شوې.
باختر آژانس ته د اوبو او انرژۍ وزارت د مطبوعاتي دفتر د معلوماتو له مخې؛ د خوست د ګربزو ولسوالۍ اړوند د لیژې کلي ذخیروي بند د جوړولو چارې د ۹.۴ میلیونه افغانیو په ارزښت، د سیمه ییزو مسئولینو له خوا پیل شوې دي.
د یادونې وړ ده چې دغه بند د اوبو او انرژۍ وزارت په مالي لګښت، د ۴۵ متره په اوږدوالي او ۱۲.۳۷متره لوړوالي جوړېږي چې د ۱.۲ کیلومتره آبګیر ساحې په درلودلو سره به د ۹۷ زره متره معکب اوبو د زېرمه کولو وړتیا ولري. همدا رنګه، د یاد بند په جوړېدو سره به په کلني ډول شاوخوا د ۱۱۰ متره مکعب په اندازه د ځمکې لاندې اوبه تغذیه شي؛ ۲۵ هکتاره کرنیزه ځمکه به د سېلابونو له ویجاړیو څخه خوندي او د سیمې ګڼ شمېر خلکو ته د کار زمینه برابره شي.