کابل، د ثور ۲۷ مه، باختر
د سمنګانو په مرکز ایبک کې د پستې د ځنګلونو د بیا احیا کولو په موخه د پستې سل زره نیالګي کېنول کېږي چې د کېنولو چارې یې نن پيل شوې دي.
د سمنګانو د کرنې، مالدارۍ او اوبو لګولو ریاست چارواکي وايي، پر دې پروژې ۴۸ میلیونه افغانۍ لګښت راځي.
د سرچینې د څرګندونو له مخې؛ دغه پروژه به شپږ میاشتې دوام وکړي چې په کې به ۱۰۰ زره کسانو ته د کار زمینه هم برابره شي.
ځنګلونه چې د طبیعي پېښو په مخنیوی کې مهم رول لري؛ خو په یو شمېر سیمو کې په بې رحمانه ډول وهل کېږي؛ خو د اسلامي امارت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت چارواکي وايي چې د ځنګلونو وهل یې بند کړي او هر هغه څوک چې د ځنګلونو پر وهلو ونیول شي سخته جزا به ورکول شي.
ن/ر