خبرونهنړۍ

امریکا تر نیجر وروسته له چاد هېواد څخه هم خپل سرتیري باسي

نړۍ، د غوايي ۸مه، بهرنۍ رسنۍ

نړیوالو رسنیو د ځینو مهمو امریکایي چارواکو له قوله ویلي، چې د بایډن حکومت غواړي تر نیجر وروسته له یو بل افریقایي چاد هېواد څخه هم خپل سرتیري او پوخي پرسونل وباسي.

دا په یوه اوونۍ کې دویم افریقایي هېواد دی، چې امریکا ورڅخه د وتلو پرېکړه کوي.

امریکا مخکې تر دې له نیجر څخه د دغه هېواد د مشرانو او خلکو په غوښتنه د خپلو سرتېرو او پوځیانو د وتلو پرېکړه کړې وه.

افریقایي هېوادونو څخه د بهرنیو پوځونو د وتلو لړۍ وروسته ترهغې توده شوه، چې د تېر کال په دوبي کې د نیجر پوځ د خپل هېواد واک ترلاسه او سمدلاسه یې فرانسوي عسکرو ته د نیجر د پرېښودو خبرداری ورکړ.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته