امنیت

په تخارکې دطالبانو دوه غړي ونيول شول

کابل / دسلواغې ٢٠مه /باختر:
دتخار پوليسو تېره شپه دوه وسله وال طالبان ونيول .
دتخار دامنيې قوماندانۍ وياند دباختراژانس خبريال ته وويل چې ددغه ولايت دوسله والو طالبانو جګپوړي غړي ذکرالله او رحيم الله  د چاه اب ولسوالۍ په مربوطاتو کې په ځانګړو عملياتو کې ونيول شول
  هغه زياته کړه چې دغه کسان دطالبانو دډلې دمالي مسوول مولوي منجر په ډلې پورې اړوندووچې له يوې اندازې پيسو سره  ددولت پرضد فعاليتونوپه مقصد چاه اب ولسوالۍ  ته راغلي وو ونيول شول
ويل کېږي چې له دوى څخه نشراتي سندونه هم ترلاسه شول .
  ختم_سعيده _اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته