کابل / د ليندۍ ١٨مه / باختر
د هلمند په نوزاد ولسوالۍ کې ٦٠٠ اړو او بېځايه شويو کورنیو نغدي مرسته ترلاسه کړه.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ دغه مرسته (IRC) موسسې برابره کړې وه چې د هلمند د کډوالو چارو ریاست په همکارۍ په نوزاد ولسوالۍ کې پر ٦٠٠ اړو او بېځايه شويو کورنیو ووېشل شوه.
په دې دوره کې پر هرې کورنۍ ٢٦ زره افغانۍ نغدې پيسې ووېشل شوې.
يادې کورنۍ څه موده وړاندې د هلمند د کډوالو چارو ریاست په همغږۍ د مرستندویو بنسټونو د ګډو ټیمونو له لوري سروې شوې وې.
وهاج
4 د یوې دقیقې څخه لږ