ټولنه

په پروان کې له۵۰۰ کورنیو سره مرسته کېږي

کابل / د لړم ۴مه / باختر
د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مسوولین وايي چې دغه وزارت په پروان کې له۵۰۰ بېځایه شویو کورنيو سره د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته کوي.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ دغه مرستې پرون پروان ته ولېږدول شوې او د سپارلو په مراسمو کې یې د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د داخلي مهاجرینو د دايمي حل ریيس مولوي شمال خان عثماني، د تدارکاتو آمر محمد قسیم کړوخېل او د پروان د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو ریيس ميا محمد ابراهيم ګډون لاره.
په دغو مرستو کې اوړه، غوړي، وريجې، صابون او جاکټونه شامل دي چې تر شفافې سروې وروسته به په دغه ولایت کې پر داخلي بېځایه شویو کورنیو ووېشل شي.
د افغانستان اسلامي امارت د هېواد په مرکز او یوشمېر ولایتونو کې پر اړو او بېځایه شویو کورنیو د مرستو د وېش بهیر پیل کړی دی او دغه بهیر دوام لري.
وهاج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته