نړۍ

په سوريې کې په انتخاباتي غونډې دهاوان بريد

دمشق بي بي سي   باختردجوزا دمياشتې ٢ :
دسوريې  په درعا ښارکې  ددغه هېواد دجمهوررييس بشارالاسد دپلويانو په يوې
انتخاباتي غونډې دهاوان دبريد له امله څه ناڅه شل تنه ووژل شول.
دسوريې دحکومت اومخالفانو درسنيو دخبرونوله مخې ، دغه بريدتيره شپه  په يوې خېمې  چې دبشارلاسد پلويان پکې راټول شوي  وو، وشو.
د  سوريې دبشر دحقوقو سازمان    وايي  په دې بريد کې ديرش تنه   نورټپيان
شوي دي.
دسوريې دولت  غواړي  تر راتلوونکو دوو اوونيو پورې دجمهوري رياست انتخابات ترسره کړي.
مخالفينو او لويديځو هېوادونو  دکورنۍ جګړې په شرايطو کې دانتخاباتو
ترسره کول   دخندا وړ  وبلل .
که څه هم  په بشارلاسد سربيره  دوه تنه نور هم  نوماندان  دي  داسې ښکاري 
چې بشارلاسد به دغه انتخابات وګټي.
دسوريې دبشردحقوقو کتوونکو ويلي دي   چې  دتيرې شپې بريد داسلامپالو
ياغيانو ديوې لوا له خوا ترسره شوى دى  چې ديوماشوم په ګډون يوولس تنه
ملکي  وګړي هم پکې وژل شوي دي  او نور قربانيان  ددولت پلوي مليشې وې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته