کابل / د زمري ۱۳ / باختر
د کاپیسا امنیتي مسوولین په نجراب ولسوالۍ کې د طالبانو پر وړاندې د امنیتي ځواکونو د مورال د لوړېدوخبرورکوي.
د کاپیسا امنیه قوماندان سمونوال معین الدین سیال باخترآژانس ته وویل چې تېره شپه یوې ډلې طالبانو د دغې ولسوالۍ په مربوطاتوکې پرامنتي ځواکونوخپل بریدونه زیات کړل چې د دغوځواکونوله غبرګون سره مخ شول او په شا وتمبول شول.
هغه د دواړو لورو د سر د زیانونو دقیق شمېرڅرګند نکړ،خو وېې ویل چې په دغو جګړو کې طالبانوته د سرزیات زیان آوښتی دی او اوس د ولسوالۍ په شاو خوا کې طالبان شتون نه لري او امنیتي ځواکونومورال هم لوړ دی.
ع
2 د یوې دقیقې څخه لږ