ښوونه او روزنه

شیخ ذاهد پوهنتون ته هر کال تر دوه نیمو زرو پورې زدکوونکي جذب کېږي

متون باختر د سلواغې ۸ مه
شیخ ذاهد پوهنتون هر کال تر دوه نیمو زرو پورې زده کوونکي پوهنتون ته جذب کوي او د ځوانانو د سالمې تفریح لپاره  په هر سمیسټر کې د فوټبال او کرکټ سیالۍ هم جوړوي.
دغه څرګندونې د شیخ ذاهد پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال شکیب په خوست ولایت کې د ځوانانو د ملي پالیسۍ د ولایتي کمېټې د تطبیق غونډه کې وکړې.
د باختر اژانس د سیمه ېیز خبریال د خبر له مخې، په دې غونډه کې، د شیخ ذاهد پوهنتون د راپور او کړنو سربېره د دغه ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس محمد امین شاه الفت او یو شمېر نورو ادارو هم د خپلو کړنو راپورونه وړاندې کړل.
په همدې حال کې د خوست والي محمد حلیم فدايي که څه هم د ادارو راپورونه ښه وبلل، خو زیاته یې کړه چې د کمېسیون فعالیتونه باید د ځوانانو د ملي پالیسۍ د تطبیق په موخه تر سره شي.
والي وویل: د دې لپاره چې د ځوانانو ملي پالیسي ښه تطبیق شي، نو هره اداره باید په ځوانانو تمرکز وکړي او د ستونزو د حل لپاره طرحې وړاندې کړي او خپله اداره کې د تطبیق برنامه ولري.
هغه وویل ددې لپاره چې ټولو ځوانانو ته کار وشي، لازمه ده،  چې د کمیسیون په ناستو کې بېلابېلو ځوانانو ته د ګډون بلنې ورکړل شي، ترڅو دوی هم د خپلو ستونزو په اړه نظریات وړاندې کړي.
فدايي زیاتوي چې، اکثره ځوانان په ادارو کې له دې امله نه جذب کېږي،  چې کاري تجربه نه لري، نو د دې لپاره لازمه ده، چې هره اداره ځوانانو ته د کاري تجربې د ترلاسه کولو لپاره زمینه برابره کړي.
هغه  د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مشر ته لارښوونه وکړه چې ځوانانو ته د ملي هویت ، ملي اقتصاد او ملي مسایلو د ارزښت په برخه کې، پرته له توپیره، د راټولیدو زمينه برابره کړي.
د یادونې وړ ده چې د ځوانانو د ملي پالیسۍ ولایتي کمېټه ۲۱ غړي لري، چې هره میاشت ناستې تر سره کوي.پای/وصال

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته