کابل / د زمري ۱۲مه / باختر
په ننګرهار کې د اوبو رسولو د يوې شبکې په جوړېدو سره سلګونو کورنيو د لومړي ځل لپاره د څښاک اوبو ته لاسرسی پيدا کړ.
دغه شبکه د لمريزې انرژۍ په واسطه فعاليت کوي او اوبه د نلونو په مټ د کوټ ولسوالۍ څو کليو ته رسوي.
د کليو د بيارغاونې اوپ راختيا وزارت د دغې پروژې د جوړولو لپاره ۳ میليونه ۸۰۰ زره افغانۍ لګولې دي.
د ننګرهار د کوټ ولسوالى خلک د اوبو رسولو د دغې شبکې پر جوړولو خوښي څرګنده کړه.
ختم-ج-ا
2 د یوې دقیقې څخه لږ