سیاست

زابليان: په انتخاباتو کې دې خلکو ته د لا زيات ګډون زمينه برابره شي

-قلات باختر د زمري د میاشتې ۱۸ مه
زابلیان د انتخاباتو له خپلواک کميسون څخه غواړي چې خلکو ته په انتخاباتو کې د لا زيات ګډون زمينه برابره کړي
د باختر اژانس د خبر له مخې:
زابلیان د انتخاباتو له خپلواک کميسون څخه غواړي چې خلکو ته په انتخاباتو کې د لا زيات ګډون زمينه برابره کړي
په هغې غونډه کې چې په همدې موخه جوړه شوې وه، یو تن دیني عالم مولوي عبدالحکیم حکمت په خپلې وینا کې د ولسواکی او د واک د انتقال تر ټولو غوره لاره ټاکنې وبللې.
حکمت وویل چې په تیرو ټولو انتخاباتی بهيرونو کې د زابل خلکو له امنیتی ستونزو سره سره په پراخه کچه ګډون کړی او دا یې ثابته کړې ده چې دوي د دیموکراسی او پرمختګ ته لېواله دي.
د مولوي حکمت په خبره تر ټولو لویه ستونزه د انتخاباتی مرکزونو کموالی دی او باید چې افغان دولت او د انتخاباتو کمیسیون په دې برخه کې جدي پاملرنه وکړي.
د ولایتي شورا غړي درمحمد قیام هم وویل چې که اسانتیاوې برابر شی نو د دغه ولایت ټول اوسیدونکي نارینه او ښځې په ټاکنو کې د ګډون لپاره چمتو دي.
د زابل دولتي مسوولین هم ټینګار کوی چې د انتخاباتو پروسه په سوله ییزه توګه د واک د لیږد تر ټولو غوره وسیله ده او په تیرو پنځلسو کلونو کې افغانانو څو ځلې دغه پروسه تجربه کړی او په ارزښت یی پوه شوي دي.
د زابل د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون رېیس قدرت الله نقشبندي وویل چې د دوي دفتر د ټولو ولسوالیو لپاره د رایه ورکولو د مرکزونو د بیا ارزونې پروسه پیل کړې چې یوه میاشت به دوام وکړی او موخه یې د رایو ورکولو د مرکزونو ډيروالی او رایه ورکوونکو ته د اسانتیاو برابرول دي.پای/رووفي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته